شاته

میاخیل: د اروپايی اتحاديي سره په گډ سند کار کوو

د افغانستان د کډوالو او بيرته راستنيد نکو چارو وزارت وايی له اروپايي هېوادونو څخه د افغان کډوالو د بېرته راستنولو په برخه کې اروپايي ټولنې سره په گډ سند کار کوي .

د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل اشنا راډيو ته وويل، له اروپايي ټولنې سره په ګډ سند کې کمکي بستې او نورې اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.

هغه زیاته کړه: د اروپايی اتحاديي ځينې غړي افغانستان ته راغلي وو او د افغا نستان پلاوې اروپا ته تللې و تر څو د افغان کډوالو پر ستونزووغږيږی او د حل گډه لر ورته جوړه کړي چې د همدې فيصلې له مخې اوس پدې سند کار روان دې.

ميا خيل وويل : دغه سند تر اوسه لا نهايی شوی نه دی، ګډ کار ورباندې روان دی ، د بروکسل کنفرانس پوری به خلاص او لاسليک شي .

د کډوالو او بيرته راستنيد نکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار دا هم وويل چې سږکال د تير کال په پرتله د غيرقانوني مهاجرتونو کچه څو برابره راټيټه او د بيرته راستنيدو کچه لوړه شوې ده.

د سند په جزئياتو نوشابې اشنا د کډوالو او بيرته راستنيد نکو چارو وزارت د مطبوعاتي سلاکار حفيظ احمد مياخيل سره مرکه کړې هغه د مرکې په سر کې د سند د جوړولو پراړتيا غږيدلې :