BBC
 شاته

جان بولټن اسراییل ته تللی چې پر ایران خبرې وکړي

د امریکا د ملي امنیت مشاور جان بولټن تېره ورځ اسراییل ته تللی دی چې د ایران پر اړوند مسلو په ځانګړي ډول په سوریه کې د دغه هېواد د ځواکونو د شتون په اړه له اسراییلي چارواکو سره خبرې اترې وکړي. نوموړي ویلي، د ایران د بالستیک توغندیو پروګرام د امریکا او اسراییل لپاره ننګونه ده.