BBC
 شاته

ولسمشر غني له طالبانو سره درې میاشتې اوربند اعلان کړ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دوشنبې یعنی د عرفې له ورځې له وسله والو طالبانو سره یو ځل بیا اوربند اعلان کړ. د نوموړي په وینا، دا اوربند به د میلاد نبي تر ورځې، یعنی کابو درې میاشتې دوام کوي، ولسمشر غني زیاته کړه، دا اوربند مشروط دی او باید طالبان هم ورته غاړه کېږدي.