BBC
 شاته

پر ایران د فشار زیاتولو لپاره د امریکا ځانګړې کارډله

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په خبرغونډه کې وویل چې د ایران مسلو ته د رسېدو لپاره د ده په مشرۍ په دغه وزارت کې یوه ځانګړې کارډله جوړه شوې ده. مایک پمپیو د پنجنشبې په ورځ دا هم وویل، چې د ایران چارو ته د رسېدو ځانګړی مسول براین هوک به د دې کارډلې مشر وي.