BBC
 شاته

"ځینې نوماندان له شکایت پرته د ټاکنو له نوملړه ایستل شوي"

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته ویلي، د نوماندانو له ډلې یې لس تنه له کوم شکایت پرته له وروستي لېسته ایستلي دي. د دې چارواکي په وینا، کمیسیون د ټاکنو د قانون د نویمې مادې پربنسټ حق لري چې ځینې کسان له شکایت پرته لرې کړي.