شاته
د ولسي جرګې د نوماندانو له وروستي نوملړه ۳۵ کسان لرې شوي
د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ولسي جرګې د نوماندانو له وروستي نوملړه د ۳۵ کسانو نومونه لرې کړي دي. د حذف شویو کاندیدانو په ډله کې د بدخشان د خلکو استازې فوزیه کوفي، د کوچیانو استازی ملا تره خېل محمدي او نورې مشهورې څېرې هم شته.