BBC
 شاته

غزني ښار کې د طالبانو او حکومت جګړه روانه ده

له غزني رپوټونه وايي، چې وسلوالو طالبانو تېره شپه له څو لورو پر ښار برید کړی او اوس هم هلته جګړه روانه ده. د غزني د والي ویاند عارف نوري مني چې وسلوال ښار کې یوه مارکېټ ته ننوتلي او پر قومندانۍ ډزې کوي. وسلوالو طالبانو هم په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې ښار کې یې ډېرې سیمې نیولې او دولتي ځواکونو ته یې هم مرګ ژوبله اړولې.