BBC
 شاته

حکومت د ټاکنو په تړاو د یو شمېر ګوندونو غوښتنې "رد کړې"

د افغان ولسمشر د دویم مرستیال دفتر وايي، د سرور دانش په مشرۍ غونډه کې د ګوندونو استازو ته ویل شوي، حکومت داسې هیڅ وړاندیز نشي منلی چې د ټاکنو د ځنډېدو لامل کیږي. سیاسي ګوندونو غوښتنه کړې وه چې د رایه ورکوونکو اوسنی نوملړ دې له منځه یووړل، د رایو سیستم دې بدل او ګوندونو ته په ټاکنو کې ځانګړې ونډه ور کړل شي.