BBC
 شاته

زیکا ویروس ښايي دریو کلونو کې له منځه لاړ شي

Image copyright AP
Image caption زیکا ویروس په نژدې ۵۰ هېوادونو کې لیدل شوی دی

د ساینسپوهانو یوې ډلې وړاندوینه کړې، چې راتلونکو دریو کلونو پورې به د زیکا نومي ویروس د اغېزمنو کسانو شمېر دومره کم شي، چې ښايي له کبله یې دغه ناروغي په بشپړه توګه له منځه لاړه شي.

په ساینس میګزین نومي مجله کې څېړونکو کښلي، چې د وبا په بڼه د دغې ناروغي بیا خپریده ښايي تر لسو کلونو پورې وخت ونیسي.

د لندن امپریال کالج د څېړونکو دغې ډلې لاتیني امریکا کې دغې خپرېدونکې ناورغۍ په اړه د څېړنې لپاره یوه نوې تګلاره کاروولې.

د دغې تګلارې له مخې د زیکا ویروس اغېزمن کس دویم ځلې له دغه ویروسه نه اغیزمن کېږي، ځکه به هغه کسان چې د وخت له تېرېدو سره له دغې ناروغۍ اغېزمن کېږي، د خوندي کسانو په ډله کې شاملیږي.

دوی وايي دې سره به د اغېزمنو کسانو شمېر لږ شي. د څېړنې د دغې نوي ډول پر بنسټ ویل کېږي، یاد ویروس یو کس دویم ځلې نه اغېزمنوي، ځکه به د اوسني نسل کسانو کې د دغې ناورغۍ خپریدل وخت واخلي.

Image copyright Getty
Image caption زیکا ویروس د یو ډول میاشتو له کبله خپریږي

خو د زیکا ناروغۍ یوه ماهر په خبره، داسې هېڅ احتمال نه شته، چې د دغې ناروغۍ په اړه کومه وړاندوینه وشي.

په هغو سیمو کې د زیکا ناروغۍ خطر ډېر دی، چې یو ډول میاشتې په کې دغه ویروس خپروي.

د زیکا ویروس له کبله مېندوارې مېرمنې معیوب ماشومان زېږوي. په زیکا اخته نوي زېږېدونکي ماشومان له عادي کچې کوچنی سر لري او د بدن ودې بهیر یې په ټپه دریږي. دغه ناروغي په نژدې ۵۰ هېوادونو کې لیدله شوې.