BBC
 شاته

کرېکټ: ویټالیټي بلاسټ کې په ۳۲ توپونو د محمدنبي ۸۶ منډې

افغان الراونډر محمد نبي عیسی خېل چې د انګلستان په یوه کورني لیګ "ویټالیټي بلاسټ" کې د 'لیسیستر شیر' لوبډلې لپاره لوبه کوي په خپله تېره لوبه کې یې په ۳۲ توپونو ۸۶ منډې وکړې. محمد نبي د لوبې غوره لوبغاړی هم شو.