BBC
 شاته

ګردېز کې پر جومات ځانمرګي برید شوی

د پکتیا مرکز کې چارواکي وايي، دوو وسلوالو د جمعې لمانځه پر مهال د شیعه ګانو په جومات کې لومړی ډزې کړې او بیا یې ځانمرګي بریدونه کړی چې له امله یې تر ۲۵ کسان وژل شوي او تر ۶۰ ټپیان دي. چارواکو بي بي سي ته وویل، 'بلند منزلو' سیمه کې په خواجه حسن جومات کې برید شوی دی.