BBC
 شاته

'د وري ۳۱مه افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنو ورځ'

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون پتیلې، ولسمشریزې ټاکنې د راتلونکي لمریز کال د وري 'حمل' پر یو دېرشمه نېټه وکړي. د کمیسیون مرستیال ویاند عزیز ابراهیمي وایي،د حکومت په غوښتنه یې د ټاکنو د مهال وېش طرحه بشپړه کړې. د کمیسیون یوې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط ویلي، د وري میاشتې ۳۱ مه د ټاکنو ورځ په ګوته شوې ده.