BBC
 شاته

فراه کې پر ګاډي چاودنې اته کسان ووژل او ۴۰ ټپیان کړل

فراه کې ځايي چارواکي وايي، د دغه ولایت د فراه رود ولسوالۍ په بالاک بلوک سیمه کې د سپرلۍ ګاډی په ماین ختلی چې له امله یې ۴۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د فراه د والي ویاند بي بي سي ته وویل، چې موټر د وسلوالو له خوا په سړک کې پر اېښودل شوي ماین ختلی دی.