BBC
 شاته

دوستم نن یکشنبه له ترکیې افغانستان ته ستنېږي

د افغانستان دولت د لومړي ځل لپاره په رسمي ډول اعلان وکړ چې د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم سبا (یکشنبه، چنګاښ ۳۰مه) کابل ته راستنېږي. ښاغلی دوستم شاوخوا یو کال وړاندې ترکیې ته لاړ، خو د جوزجان پخواني والي احمد ایشچي د جنسي ځورونې په تور یې ونشوای کولی بېرته هېواد ته راستون شي. د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ‎د ښاغلي دوستم حقوقي قضیه لا هم پرانستې ده.