BBC
 شاته

منصور هادي: یمن کې د سعودي ښکېلتیا له تمې ډېره اوږده شوه

د يمن جلا وطني ولسمشر دا منلې چې تمه يې نه کوله د سعودي په مشرۍ د ټلوالي پوځي مداخله دې دومره اوږده شي. نوموړي په يوه ناوياته مرکه کې عبد ربه منصورهادي بي بي سي ته وويل درې کاله کېږي چې د پرېکنده توپان په نامه دا عمليات پيل شوي او باور نه لري چې د حوثي ياغيانو د ماتولو هڅې په ټپه ولاړې وي.