BBC
 شاته

ټرمپ: اروپايي ټولنه مو سوداګرۍ کې دوښمنه ده

د امریکا ولسمشر اروپايي ټولنه په سوداګرۍ کې خپله دوښمنه وبلله. هغه روسیه او چین هم په سوداګرۍ کې د امریکا دوښمنان وبلل. ډونلډ ټرمپ له سي بي اېس تلوېزون سره مرکه کې زیاته کړه، چې د روسیې له ولسمشر سره له لیدنې "ډېره هیله" نه لري.