BBC
 شاته

ننګرهار برید پای ته رسېدلی، ۱۱ کسان وژل شوي دي

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاڼي، بي بي سي ته وویل، د ورځې نژدې یوه بجه د دوو بریدګرو له وژل کېدو سره برید پای ته ورسېد. د برید پر مهال ودانۍ کې ګڼ شمېر کارکوونکي او مراجعین ایسار پاتې وو. د عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته ۲۰ کسان له ودانۍ بهر کړل شول. عیني شاهدان وايي، د دوو زورورو چاودونو غږونه یې اورېدلي دي.