شاته

په یمن کې یو ځانمرګي برید ۴۵ تنه ووژل

په یمن کې چارواکي وايي یو ځانمرګي د دغه هیواد په سویلي ښار عدن کې لږ تر لږه ۴۵ تنه وژلي او لسګونه نور یې ژوبل کړي دي.

چارواکي وايي ځانمرګي بریدګر د دوشنبې په ورځ خپل له بمونو ډګ موټر پر هغې ودانۍ والوزوه، چې د حکومت طرفداره ځواکونه په کې دیره وو.

راپورونه وايي چې د ځینو وژل شویو کسانو صحت ښه نه دی او شاید د تلفاتو ارقام لوړ شي. تراوسه کومې ډلې د دغه برید مسولیت نه دی منلی.

په یمن کې له هغې وروسته تاوتریخوالی زیات شو، چې د شعیه هوثي یاغیانو په بغاوت کې په نړیواله کچه پېژندل شوی ولسمشر، عبد رب منصور هادي، د هېواد پرېښودو ته اړ ویستل شو.

خو، اوس د سعودي په مشرۍ ایتلاف د هوثي یاغیانو پر ضد پوځي عملیات کوي، هوثي یاغیان وايي حکومت له کلونو کلونو راهیسې له هغوی سره توپیري چلند کوي.

ملګري ملتونه وايي په یمن کې د تاوتریخوالي له پیل راهیسې شاوخوا ۶۵۰۰ کسان وژل شوي دي، چې لږ تر لږه نیمايي یې ولسي خلک دي.

پر دې سربېره القاعده او نورې جهادي ډلې ټپلې هم وخت ناوخت د یمن په جنوبي سیمو کې بریدونه کوي.