BBC
 شاته

ترکیې کې د پوځیانو یوې ډلې 'کنترول تر لاسه کړی'

د ترکیې لومړي وزیر د یوه ډله پوځیانو هغه غیر قانوني ګام غندلی، چې ترڅ کې یې پلازمېنه انقره کې پلونه تړلي او الوتکې ټيتې الوتنې کوي.

بن علي یلدرم وايي، دا یو خپل سری پوځي اقدام دی، خو وايي دا پوځي کودتا نه ده. د نوموړي په وینا چارې د حکومت په لاس کې دي.

استانبول کې باسفورس او فاتح سلطان محمد نومي پلونه د تګ راتګ پر مخ تړلي دي. له پلازمېنې انقرې نه د ډزو رپوټونه هم ورکړل شوي دي.

نور جزیات لږ وروسته...