شاته
جنرال مېلر: د پاکستان کړنو کې تناقض شته، خو رول یې مهم دی
جنرال سکاټ مېلر چې ټاکل شوې افغانستان کې د ناټو ځواکونو مشري په غاړه واخلي وايي افغانستان کړکېچ سره مخامخ دى، د دغه هېواد گاونډيان، د طالبانو د ولکې سيمې پراخېدل، افغان ځواکونو ته اوښتونکې مرگژوبله، د خوړو نشتوالى او سياسي فساد هغه ننگونې دي چې اړتيا ده ورته پام وشي.