BBC
 شاته

د هلمند سولې کاروان تر ۷۰۰ کیلومټره پلي تګ وروسته کابل ته رسېدلی

د هلمند د سوله غوښتونکو کاروان تر ۳۶ ورځني پلي تګ او ۷۰۰ کیلومتره واټن وهلو وروسته نن کابل ته رسېدلی دی. د دغه اوه کسیز سوله ییز خوځښت د غړو شمېر تر ۱۰۰ رسېدلی دی. دوی د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو هم را تېر شول او په هر کلي او بانډه کې یې د سولې په بهیر کې د همکارۍ نعرې ووهلې.