BBC
 شاته

د ننګرهار والي د دفتر مخې ته ځانمرګی بريد شوی

د افغانستان ختیځ ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، پښتونستان واټ کې د ولایتي ادارې دروازې ته نژدې ځانمرګی برید شوی، چې تر ۱۸ ډېر کسان په کې وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي. د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي بي بي سي ته وویل، برید ماسپښین مهال شوی. تراوسه کومې ډلې د دغه بريد مسووليت نه دی منلی.