BBC
 شاته

اشرف غني بیا له پاکستان وغوښتل چې طالبان خبرو ته کېنوی

افغان ولسمشر د پاکستان له پوځي او سیاسي مشرانو وغوښتل، چې په پاکستان کې مېشت افغان وسله وال طالبان د سولې خبرو ته کېنوي. د ولسمشر غني په وینا، پاکستاني مشرانو ډاډ ورکړی چې د ملا فضل الله وژنه به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي لا ښه کړي او اسلام اباد به د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهیر ملاتړ کوي.