BBC
 شاته

کرېکټ: هند افغانستان ته په ۲۶۲ منډو او یو اننګز ماتې ورکړه

د افغانستان کرېکټ لوبډله له هند سره په ټسټ لوبه کې په دویمه ورځ دوه ځلې وسوځېده او د یوه اننګز او ۲۶۲ منډو له ماتې سره مخامخ شوه. افغانستان په لومړي ځل یوازې ۱۰۹ او په دویم وار یوازې ۱۰۳ منډې وکړای شوې. هند په خپل یوازیني نوبت کې ۴۷۴ منډې کړې وې. دوو لوبغاړیو یې سلیزې درلودې او دوو یې پنځوسیزې.