شاته
اشرف غني: د طالبانو لخوا د اوربند عملي کېدو هرکلی کوو
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د وسله والو طالبانو له خوا د اوربند د عملي کېدو له چارې هر کلی کړی او هیله یې ښودلې چې دا اوربند دوام پیدا کړي. افغان ولسمشر له نړیوالې ټولنې هم مننه وکړه چې د ده په خبره د افغانستان د سولې له هڅو یې ملاتړ کړی دی.