BBC
 شاته

سیګار: تېرکال افغانستان کې د کوکنارو کرکېلې ریکارډ جوړکړی

د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا ځانګړی څارونکې اداره یا سیګار په خپل یوه تازه رپوټ کې وایي، په ۲۰۱۷ کال کې په افغانستان کې پر ۳۲۸ زره هېکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو، چې په خپل ځای یو رېکارډ دی. د یادې ادارې په وینا، په افغانستان کې د کوکنارو کرکیله له روانې جګړې او اداري فساد سره نېغه اړیکه لري.