BBC
 شاته

ټرمپ: امریکا او شمالي کوریا د اړیکو نوي باب پرانیستلو درشل کې دي

د امریکا ولسمشر د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره تر خبرو وروسته خبریالانو ته وویل، شمالي کوریا د نااتومي کېدو په اړه خپله "نه بدلېدونکې ژمنه" وکړه چې په وینا یې د دواړو هېوادونو مشران د دوه اړخیزو اړیکو لپاره د نوي باب پرانیستلو لپاره چمتووالی نیسي.