شاته

ننګرهار کې تښتول شوې استرالیايۍ خوشې شوې ده

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي، د مرستې رسونې یوه اسټرالیایۍ میرمن چې نږدې څلور میاشتې مخکې د ننګرهار ولایت له مرکز جلال اباد ښار څخه ناپیژاندو وسله والو تښتولې وه تیره شپه د یو لړ ځانګړو عملیاتو په لړ کې د سړي تښتوونکو له منګلو ژغورل شوې ده.

میرمن کاترین جن ولسن چې په کري یې شهرت درلود د غوایی میاشتې په نهمه نېټه سهار مهال د جلال اباد ښار له څلورمې حوزې څخه ناپیژاندو وسله والو تښتولې وه.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي، د عملیاتو پر وخت یې څو تنه د دغې میرمنې د تښتولو په پیښه کې د لاس درلودلو په تور هم نیولي دي چې پلټنې ورڅخه روانې دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې میرمن کیري تیره شپه د روداتو په ولسوالۍ کې په یوه کلي کې د سړي تښتوونکو له منګلو ملي امنیت د ریاست د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په پایله کې ژغورل شوې ده.

ښاغلي خوګیاڼي وویل چې د دغې میرمنې د تښتونې په تور څلورمشکوک کسان هم نیول شوي دي.

میرمن کري د ډنمارک د هیواد د ‌‌‌‌‌‌ډاکار په نوم افغانانو سره د مرستې په یوه بهرنۍ موسسه کې د ګلدوزۍ د برخې د مسولې په توګه کار کوه.

دا ۶۰ کلنه میرمن د غوایی په نهمه ورځ هغه مهال ناپیژاندو وسله والو له خپل دفتروتښتوله چې هغې د ننګرهار په سپین غر هوټل کې د شپې د تیرولو وروسته د جلال اباد د ښار په څلورمه حوزه کې سهار څلور بجې خپل دفتر ته ورغله.

د ډاکار موسسه د نږدې دیرش کلونو راهیسې د افغانستان په دننه او بهر کې افغانانو سره مرستې کوي.

د ډاکار موسسه د نورو مرستو سربیره په کلیوالو سیمو کې د افغان میرمنو د ژوند د ښه کیدو لپاره د ګلدوزۍ یو پروګرام هم پرمخ بیایي چې میرمن کري د تښتولو پرمهال ددغه پروګرام مسولیت په غاړه درلود.