BBC
 شاته

د افغانستان په زندانونو کې روغتيايي وضعیت کړکېچن دی

د افغانستان په زندانونو کې د زندانیانو روغتیايي وضعیت کړکېچن دی. د نري رنځ او پوستکي ساري ناروغیو او همدارنګه ناسم چاپېریال د بندیانو ژوند له سختو کړاوونو سره مخامخ کړی دی. د روان لمریز کال په لومړیو درېوو میاشتو کې ۲۳۰ زندانیان د نري رنځ په ساري ناروغۍ اخته شوي.