BBC
 شاته

طالبان: د اختر په ورځو کې پر افغان ځواکونو بریدونه نه کوو

وسلوالو طالبانو رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، د دوی مشرتابه خپلو وسلوالو ته امر کړی، چې د اختر په ورځو کې په ټول هېواد کې د دوی په وینا پر کورنیو مخالفانو بریدګرونه ودروي. د طالبانو دا ګام له هغه څو ورځې وروسته دی چې افغان ولسمشر د دې ډلې پرضد د اختر تر پنځمې یو لوریز اوربند اعلان کړ.