BBC
 شاته

ننګرهار کې د پارلمان د غړي پر مېلمستون ډله ییز برید شوی

د ننګرهار ولایت ځايي چارواکي وايي، په ولسي جرګه کې د ننګرهار د یوه استازي پر مېلمستون ډله ییز وسله وال برید شوی دی. عطاالله خوګیاڼي بي بي سي ته ویلي، د درېوو بریدګرو له ډلې یو پولیسو په ډزو وواژه او دوه نور مېلمستون ته څېرمه کور ته تښتېدلي وو چې یو یې ژوندی نیول شوی.