BBC
 شاته

ټرمپ: د شمالي کوریا رهبر ښايي سپینې ماڼۍ ته را وبلم

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، که راتلونکې اونۍ یې په سینګاپور کې د شمالي کوریا له رهبر سره لیدنه ښه وه، نو هغه ته به د سپینې ماڼۍ بلنه ور کړي. ښاغلي ټرمپ دغه څرګندونې د جاپان له لومړي وزیر شینزوابي سره تر لیدنې وروسته کړې دي.