BBC
 شاته

غني: د اختر تر پنځمې په وسله والو طالبانو تهاجمي عملیات نه کوو

افغان حکومت په یوه بې ساري ګام کې له افغان طالبانو سره نژدې لس ورځنی اوربند اعلان کړ. ولسمشر غني وویل، دغه اوربند به د روژې له ۲۷مې د کوچني اختر تر ۵ پورې دوام وکړي. افغان چارواکي وايي، د اوربند د ټینګښت لپاره یې له بهرنیو ځواکونو سره هم هوکړه کړې. طالبانو تراوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.