BBC
 شاته

وچکالۍ ځپلو ولایتونو ته د ازبکستان مرسته شوي غنم ورکول کېږي

غنم د انځور حقوق Reuters
Image caption د افغانستان د کرنې وزارت وايي، د نورو ولایتونو پرتله غور، بادغیس،‌ فاریاب، جوزجان او هرات وچکالۍ ډېر ځپلي دي.

افغان حکومت وايي، د ازبکستان له خوا مرسته شوي درې سوه مټریک ټنه غنم به وچکالۍ ځپلو ولایتونو پر اوسېدونکو ووېشي.

افغان چارواکي وايي، ۲۴۰ زره مټریک ټن نور غنم، چې بېلابېلو ولایتونو کې زېرمه دي، که اړتیا پیدا شي هغه به هم پر اړمنو ووېشي.

د دغو چارواکو په وینا، په وچکالۍ ځپلو ولایتونو کې د څارویو لپاره یې دومره خوارکي توکي زېرمه کړي چې راتلونکي ۹ میاشتې به ورته بسنه وکړي.

د افغانستان د کرنې وزارت وايي، د نورو ولایتونو پرتله غور، بادغیس،‌ فاریاب، جوزجان او هرات وچکالۍ ډېر ځپلي دي.

د وزارت په وینا،‌ تخار، بغلان، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، زابل، ننګرهار، خوست او نورستان هغه ولایتونه دي چې د وچکالۍ له ګواښ سره مخامخ دي.

دا چې تېر ژمی د تېرو کلونو پرتله په یادو ولایتونو کې واوره او ورښتونه کم وشول، نو ځکه یې چارې له ګواښونو سره مخامخ دي.

لومړی ځل د چابهار بندر له لارې هندي غنم افغانستان ته ورسېدل

هند په لومړي ځل د چابهار له لارې افغانستان ته غنم ولېږل

"هند څو اونیو کې د چابهار بندر له لارې افغانستان ته غنم صادروي"

افغان حکومت څه موده وړاندې په دې اړه له وچکالۍ ځپلو سره د لاسنيوي په پار له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې مرسته غوښتې وه.

له دغو تازه مرستو د ازبکستان له څه باندې ۳۰۰ میټریک ټن غنمو مرسته افغانستان ته راورسېده.

د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي وايي،‌ دا غنم به په وچکالۍ ځپلو سیمو ووېشي:

"دا مرسته شوي غنم پر زیانمنو وېشل کېږي، چې پردې سربېره به موږ ۱۴۰ زره میټریک ټن غنم زېرمو کې لرو،‌ چې د طبیعي پېښو پرمهال به ولایتونو کې پر اړمنو خلکو وېشل کېږي".

سږ روان پسرلی چې لاهم هوا نه ده ګرمه شوې،‌ په شمالي ولایتونو کې یوشمېر بزګران او مال ساتونکي له وچکالۍ سر ټکوي.

د انځور حقوق EPA
Image caption د افغانستان کرنې وزارت وايي، فاریاب، جوزجان، بادغیس او غور ولایتونو کې به له اوبخور سیستم په ګټنې د اوبو د کموالي ستونزه تر یوه ځایه راکمه شي.

دی وايي سږ کال للمي فصلونه شنه شوي نه دي او اوبه یې ډېرې کمې شوې دي.

د شمېرو له مخې، په افغانستان کې لږترلږه ۲۰۰ میلیونه سره وزې او پسونه شته چې اویا سلنې ته یې سم خواړه نه رسېږي.

د افغانستان کرنې وزارت وايي، فاریاب، جوزجان، بادغیس او غور ولایتونو کې به له اوبخور سیستم په ګټنې د اوبو د کموالي ستونزه تر یوه ځایه راکمه شي.

چارواکي دا هم وايي، وچکالي ځپلو ولایتونو کې به د حیواني وښو پروګرام چې یوه میاشت وړاندې پیل شوی نهه میاشتې نور هم وغځوي.