BBC
 شاته

سیګار: افغان دولت د فساد ضد ستراتیژي سمه نه ده پلې کړې

سیګار د انځور حقوق Getty Images
Image caption سیګار وایي، افغان دولت د فساد ضد تګلارې پلې کولو بشپړه وړتیا نه لري

د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا د څار اداره یا سیګار وایي، افغان دولت د فساد د مخنیوي لپاره د خپلې ستراتیژۍ پلې کولو بشپړه وړتیا نه لري، او په دې برخه کې نیمګړتیاوې شته.

سیګار همدا رنګه زیاتوي چې د فساد د ختمولو لپاره د افغان دولت د اوږدمهال ژمنتیا په اړه هم پوښتنې شته.

سیګار دغه څرګندونې په خپل هغه پلټونکي رپوټ کې کړي چې د امریکا کانګرس په غوښتنه چمتو شوی.

د سیګار په وروستي رپوټ کې راغلي، د فساد د مخنیوي لپاره د افغان دولت تګلاره مثبته ده، خو یو شمېر نیمګړتیاوې لري او پر ځینو نړیوالو معیارونو هم برابره نه ده.

رپوټ وایي، په دې ستراتیژۍ کې د افغان دولت پنځلسو وزارتونو ته ډېر پام شوی، خو د تر ټولو لوی، یعنی د دفاع وزارت رول پکې ناڅرګند دی.

سیګار وایي، د فساد پر ضد د افغان دولت په ستراتیژۍ کې ۶۶ اساسي موخې په ګوته شوي، خو په دې برخه کې د پرمختګ د ارزونې لپاره مناسب مېکانیزم نشته.

په رپوټ کې راغلي چې افغان دولت په خپلو ادارو کې تر یوه بریده د فساد مخنیوی کړی، خو اوږدمهاله او اساسي بدلون یوازې هغه وخت رامنځته کېدلی شي چې دولت له فساد سره په مبارزه کې پرېکنده ګامونه پورته کړي.

په رپوټ کې سپارښتنه شوې چې افغان دولت باید د هغو کسانو امنیت خوندي کړي چې د فساد قضیې افشا کوي او اصلاحات رامنځته کوي، او خپلو هغو مامورینو پر ضد هم باید اقدام وکړي چې اصول تر پښو لاندې کوي.

د انځور حقوق ARG
Image caption سیګار وایي، افغان دولت د فساد مخنیوي برخه کې پنځو ننګونو سره مخ دی

سیګار وایي، افغان دولت دا مهال د فساد د مخنیوي په برخه کې له پنځو لویو ننګونو سره مخ دی.

لومړۍ دا چې د فساد د مخنیوي لپاره رامنځته شوې ادارې کافي اندازه امکانات، وړتیا او امنیت نه لري.

دویمه دا چې د ځانګړو پلټونکو ادارو او د لویې څارنوالۍ واک او مسولیتونه روښانه نه دي، او دوی ډېر کله د یو بل په چارو کې مداخله کوي.

درېیمه ننګونه دا ده چې قانون پلې کوونکې ادارې ډېر کله له زورواکو کسانو پلټنې نه کوي، محکمې ته یې نه راکاږي او سزا نه ورکوي.

څلورمه ننګونه د فساد مخنیوي لپاره جوړو شویو ادارو کې د نا اهلو او فاسدو کسانو شتون دی.

او پنځمه ننګونه دا ده چې د افغانستان پارلمان د فساد ضد اصلاحاتو پرېکنده ملاتړ نه کوي، او په دې اړه د امریکا حکومت، افغان دولت او نړیواله ټولنه هم پوښتنې لري.