ګواتیمالا کې اورشیندی
ګواتیمالا کې د اورشیندي اور او لمبو چې د یکشنبې راهېسې په بړاس دی لا هم زور اخېستی.
له نوو بړاسونو سره نور کسان هم له دغه ځایه وتلو ته اړ شوي.
د ژغورونکو ډلو کارکوونکي ژوندي پاتې شوو کسانو پسې ګرځي.
خو د وخت له تېرېدو سره په دغو اېرو کې د ژوندي پاتې شوو د موندلو چانس هم کميږي.
دغلته تر اوسه د ۷۵ کسانو مړینه تاېید شوي او ۲۰۰ نور لادرکه دي.