BBC
 شاته

"د وزیرستان واڼه کې لا هم حالات ترینګلي دي او علي وزیر ته ګواښ شته"

وزیرستان د انځور حقوق Getty Images
Image caption وزیرستان

د جنوبي وزیرستان په واڼه کې د جرګې پرون په خپله پرېکړه کې د ځايي امن کومېټۍ غړي له بازاره بند کړي او د اختر په لسمې يې د بیا راغونډېدو اعلان کړی و. خو د سرچینو په خبره د شپې ناوخته د کومېټۍ غړیو د جرګې د پرېکړې له منلو انکار وکړ، چې ورسره حالات یو ځل بیا ترینګلي شوو.

په واڼه کې ځينو سرچینو د ټيلي فون پر کرښه بي بي سي ته ویلي، امن کومېټۍ یا حکومت پلوه طالبانو پلان جوړ کړی، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزیر ووژني. خو ددغو سرچینو په خبره د علي وزیر د ساتنې لپاره په سلګونه ځوانان په غوايي خوا کلي کې راڅرخېدلي او شپه او ورځ پېره کوي.

د ځايي سرچینو په خبره له کله راهیسې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال شوی او علي وزیر د پاکستاني پوځ او وسلوالو طالبانو پر ضد بیانونه کوي، په واڼه کې حکومت پلوه طالبان د هغه پر ضد شوي او ان څو ځله يې ښاغلي وزیر ته د ټيلي فون پر کرښه اخطارونه هم ورکړي و. تېره اونۍ د علي وزیر د تره زوی عارف وزیر ته همدې طالبانو مخامخ اخطار ورکړی و، چې که علي وزیر غورځنګ پرې نږدي او ددوی پر ضد له خبرو لاس وانه خلي، پایلې به یې ډېر خطرناکې وي. د علي وزیر د کورنۍ په خبره تردې وروسته هغه واڼه ته ولاړ او هملته يې د تېري شنبې په شپه ولسي غونډه ورته وکړه.

تردې غونډې یوه ورځ وروسته د تېري یکشنبې په ورځ تر غرمې وروسته حکومت پلوه وسلوالو طالبانو د علي وزیر او غورځنګ پر پلویانو برید وکړ، چې وسره حالات ترینګلي شوو او ځايي چارواکو هلته د ګرځبندیز اعلان وکړ.

که څه هم تر پرونۍ جرګې وروسته چارواکو له ننه د ګرځبندیز د لري کولو اعلان کړی و، خو د وروستیو مالوماتو له مخې لابه هم په ګرځبندیز کې یوازې دوه ساعته نرمي وي. بلې خواته د وزیرستان په انګور اډه سیمه کې د سرچینو له مخې حالات ترینګلي دي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په خبره ددوی پر پلویانو برید کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی، ځينې ټپيان شوي او ځينې نور بیا نیول شوي دي.

علي وزیر څوک دی؟

Image caption د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزیر

تور لوی برېتونه، لږ اوږدې څڼې او د توندو ویناو څښتن څلوېښت کلن علي وزیر د وزیرو د احمدزیو د یارګل خېلو ځوان دی، چې پلار يې ملک مرزاعالم له خپلو دوو وروڼو او دوو زامنو سره یو ځای په ۲۰۰۵م عیسوي کال کې د ناڅرګنده وسلوالو په ډزو کې وژل شوی و.د علي وزیر د ورور مزمل وزیر په خبره په تېر پنځلس کاله کې ددوی د کورنۍ دیارلس غړي ناڅرګندو کسانو وژلي دي.

علي وزیر د وزیرستان هغه ځوان و، چې له مودې راهیسې يې هلته د پاکستاني پوځ د ترهګرۍ تګلاره غندله او پنځه میاشتې وړاندې يې له منظور پښتین او نورو ملګرو سره د پښتون ژغورنې غورځنګ بنسټ کښېښود. تر اوسه لاهم د یاد غورځنګ کابینه نه ده اعلان شوې، خو تر پښتین او داوړ وروسته ښاغلي وزیر درېیم مهم مشر یادېږي.

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ په ولسي غونډو کې علي وزیر ان تر پښتین او محسن هم زیاته تونده لهجه کاروي او د همدې توندې لهجې له امله د غورځنګ په ځوان کهول کې ډېرو ته ګران دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ تور:

د پښتون ژغورنې غورځنګ په خبره د وزیرستان په واڼه کې د حالاتو ترینګلتیا هر څه د دوی د مخکښ علي وزیر د وژلو لپاره کېږي او تور پورې کوي، چې د پاکستان پوځ او استخبارات اوس په امن کومېټۍ ښاغلي وزیر وژني.

د یاد غورځنګ بنسټ ګر منظور پښتین تېره شپه په پېښور کې یوې احتجاجي غونډې ته په وینا کې وویل، ددوی غورځنګ تراوسه سوله ييز دی، خو که په علي وزیر څه وشول، نو بیا به يې د غورځنګ لارې نورې وي.

د واڼه پولیټیکل انتظامیه څه کوي؟

په واڼه کې ځايي ولس وايي، ځايي انتظاميې هر څه د پوځ په غاړه کې اچولي او خپله یوازې نندارې کوي. د ځايي وګړیو په خبرو که انتظاميې لږ هم خپل رول لوبولی وای، ښايي حالات به دومره ترینګلي شوي نه و. د واڼه پولیټیکل ایجنټ سهېل خان او د هغه مرستیال کامران خان خټک د تېري یکشنبې په ورځ په سیمه کې نه و. بي بي سي تردې پېښې وروسته بیا بیا له دواړو چارواکو سره د هغوی پر ګرځنده ټيلي فون د اړیکې نیولو هڅې وکړې، خو تر ټيلي فوني پېغامونو او دوو ورځو زنګونو وروسته هم بریالي نه شوو (د یکشنبې تر پېښې وروسته یوه ورځ ددوی ګرځنده شمېرې کار کاوو).

په واڼه کې بیا یوه ځايي چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط بي بي سي ته منلې، د حکومت پلوه طالبانو مخې ته ځايي انتظامیه هیڅ نشي کولی او د یکشنبې تر پېښې وروسته یوازې نندارې کوي.

د ګرځبندیز له امله د ځايي ولس ستونزي:

په واڼه کې د ګرځبندیز نن څلورمه ورځ ده چې ځايي وګړي يې له سختو کړاونو سره مخامخ کړي دي. په ډېره اسماعیل خان کې مېشت د واڼه خبریال فاروق مسید وايي، د ګرځبندیز له امله د خوراکي توکیو په بیه کې څلور چنده زیاتوالی راغلی او د واورې یو بلوک چې په عادي ورځو کې به په پنځه شپږ سوه کلدارې و اوس شپاړس سوه کلدارو ته پورته شوی.

له دې سره همدې ترینګلو حالاتو په پام سره ځايي چارواکو مځکني ټیلي فونونه هم اکثره بند کړي، چې د بهرمېشتو وزیرستانیانو له خپلو کورنیو سره اړیکې نه کېږي او ډېر يې اندېښمن کړي دي.