BBC
 شاته

ارجنټاین له اسراییلو سره دوستانه تمریني لوبه لغوه کړې

لامل یې ظاهرا سیاسي یا له فلسطینیانو سره د غزې پر سر د اسراییلو چلن ښودلی شوی. د انځور حقوق AFP
Image caption لامل یې ظاهراً سیاسي یا له فلسطینیانو سره د غزې پر سر د اسراییلو چلن ښودلی شوی.

په ارجنټاین کې د اسراییلو سفارت په یوه ټویټ کې ویلي چې له اسراییلو سره ددغه هېواد د فوټبال لوبه به نه ترسره کېږي.

د اسراییلو د دفاع وزیر ویلي چې دا ‌‌‌‌‌‌"‌‌‌‌‌‌ډېر ناوړه" کار و او ارجنټاین د "اسراییلو د بد ویوونکو فشار ته ټینګ نه شو."

د رسنیو له خولې د اسراییلو لومړي وزېر بنیامین نتنیاهو د ارجنټاین ولسمشر موریشو ماکري ته ویلي چې د ملګرتیا دا تار ونه شلوي، او په بیت المقدس کې دې دا دوستانه لوبه وشي.

د دې پرېکړې لامل ظاهراً سیاسي یا له فلسطینیانو سره د غزې پر سر د اسراییلو چلند ښودلی شوی.

غزې د لوبې د لغوې کېدو له خبرې هرکلی کړی. چیرې چې دې وروستیو کې اسراییلي ځواکونو ۱۲۰ فلسطيني لاریون کوونکي ووژل.

د لوېديځې تراړې په رام الله کې د فلسطين د فوټبال فدراسیون په یوه اعلامیه کې د ارجنټاین له لوبډلې او لېونل میسي مننه کړې.

ریوټرز د دغه فدراسیون د مشر جبراییل رجوب له خولې لیکي: "ارزښتونو، اخلاقو او سپورټ نن بریا خپله کړه. او په اسراییلو کې د همدې لغوې لپاره سور کارت پورته شو."

ښاغلي رجوب فلسطنیانو ته اعلان وکړ چې د لیونل میسي کمیسونه جوړ او انځورونه ځوړند کړي. او دی به په چهارشنبې په دې اړه مطبوعاتي کنفرانس ورکړي.

د "اواز" په نوم یوې ‌‌‌‌‌‌ډلې چې د دې لوبې لغوې کېدو ته کمپاین کوي ویلي. چې دا "زړوره اخلاقي پرېکړه" ده.

دا لوبه چې د نړیوال جام له پیلېدو مخکې چې روسیه کې به وي، د ارجنټاین وروستۍ تمریني لوبه وه. لوبه د بیت المقدس په لویدېځ کې پلان شوې وه.

د بیت المقدس موقف خورا حساس دی. اسراییل وايي دا د دوی "تلپاتې او نا ویشلې" پلازمېنه ده. فلسطینیان یې بیا ختیځې برخې ته د راتلونکي فلسطین د پلازمینې په سترګه ګوري.

تېره میاشت د امریکا ولسمشر ټرمپ، په خپله وروستۍ پرېکړه کې چې د امریکا سفارت یې بیت المقدس ته ولېږداوه او دا ښار یې د اسراییلو د پلازمینې په توګه وپېژانده، فلسطنیان یې قهرولي وو.