BBC
 شاته

د امنیتي پېښو له قربانیانو سره د مرستې غوښتنه

د انځور حقوق AFP
Image caption د دغه بنسټ د موندنو پر له مخې په تېرو نهو کلونو کې نژدې ۶۵ زره تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له افغان حکومته د یوه داسې قانون د جوړولو غوښتنه کړې چې په اوږدې مودې کې د امنیتي پېښو له قربانیانو ملاتړ وکړي.

د دغه بنسټ د موندنو له مخې په تېرو نهو کلونو کې نژدې ۶۵ زره تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

افغان حکومت وايي هر کال شاوخوا شپاړس مېلیارده افغانۍ د قربانیانو کورنیو د مالي ملاتړ په توګه بېلوي چې تر دې ډېر څه یې په واک کې نشته.

شپیته کلن عبدالله د کابل ښار په دوو جلا ځانمرګو بریدونو کې دوه ځله ټپي شوی دی. د وجود ټپونه یې لا نه وو ښه شوي او د روغتون پر بستر پروت وو چې شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې یې ځوان زوی په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.

عبدالله وايي د حکومت له لوري یې یوازې سل زره افغانۍ د اکرامیه په نوم ترلاسه کړې دي. پرته له هغه بل هیچا ورسره مرسته نه ده کړې.

هغه له خپلې مېرمنې، لور، کونډې نږور او دوو لمسیانو سره په یوه کرايي کور کې ژوند کوي، د کور څښتن هم ورته ویلي چې له کوره یې ووځي.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون وايي په تېرو نهو کلونو کې شاوخوا پنځه شپېته زرو تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. کمېسیون وايي د دوی نوې موندنې ښيي چې د حکومت له خوا د دغو قربانیانو له کورنیو سره اوږد مهاله مرستې نه کېږي. دغه کمېسیون له شاوخوا درې زرو کورنیو سره مرکې کړي دي چې زیاتره یې په دې تړاو ناخوښه دي.

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشره سیما ثمر وایي:

"هغه شان چې اړینه ده او حکومت باید د ملاتړ چارې ولري، نشته. تاسو پوهېږئ چې د شهید کورنۍ ته سل زره او د ټپي کورنۍ ته پنځوس زره افغانۍ ورکول کیږي. د ځينو ټپیانو ټپونه دومره جدي وي چې پنځوس زره افغانۍ یوازې د هغوی د درملنې لپاره هم بسنه نه کوي. نو اړتیا ده چې سمه څارنه یې وشي او یو حقوقي بنسټ ورته جوړ شي."

د افغانستان له حکومت سره شاوخوا ۳۰۰ زره تنه د شهیدانو او معلولینو د کورنیو په توګه ثبت دي. چې د شهیدانو او معلولینو وزارت یې د څارنې دنده پر غاړه لري.

د دغه وزارت ویاند عبدالفتاح احمدزی وايي دوی د هر وژل شوي له کورنۍ سره سل زره او له ټپیانو سره بیا پنځوس زره افغانۍ مرسته کوي، خو دا مني چې دا مرستې ډېرې نه دي.

خو ډېرې داسې کورنۍ شته چې دا لږ مرستو ته هم لاسرسی نه لري او هېڅ مرسته کوونکي یې د کور دروازه نه ده ور ټکولې.