شاته

غني او عبدالله ترمنځ په درییمه غونډه کې یو لړموافقې شوي

د افغانستان اجرائیه ریاست وایي، چې د جمهوررئیس محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ په درییمه غونډه کې چې تیره شپه په ارګ کې ترسره شوې، د ټاکنو د سیستم د اصلاح اود الکټرونیکي تذکرو د ویشلو د بهیر د پیلدو په ګډون په یو شمیر مسلوموافقې شوي دي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، د تیرې شپې په غونډه کې د اساسي قانون د تعدیل د کمیسیون په جوړولو او دواړو مشرانو ترمنځ د سیاسي موافقې د څارنې لپاره د جوړې شوې کمیټې د غړو په ټاکلو موافقه هم شوې ده.

ښاغلي فیصل وویل " بله غونډه په روانه اونۍ کې ترسره کیږي چې پر هغو مسایلو به خبرې وشي چې لا هم بحث ته اړتیا لري چې بیا به د شوو خبرو پایلې هم اعلان شي".

د افغانستان په جمهوري ریاست کې یوې سرچینې هم د جمهوررئیس غني او اجرائیه رئیس ترمنځ په ارګ کې د تیرې شپې غوڼده تائید کړې ده.

د افغانستان د جمهوررئیس او اجرائیه رئیس ترمنځ د واک پر سر د ویش دا تازه جنجالونه د زمري د میاشتې په یوویشتمې د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله له خوا د ځوانانو یوې غونډې ته د وینا وروسته راپورته شول.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په خپله دغه وینا کې جمهوررئیس محمد اشرف غني د ملي یووالي د حکومت د چارو په ترسره کولو کې په خپلسرۍ تورن کړ او ویې ویل چې په تیرو دریو میاشتو کې یې له جمهوررئیس سره د یو ساعت لپاره هم په ځانله سر غونډه نه ده کړې.

خو جمهور رئیس غني د ښاغلي عبدالله د څرګندونو یوه ورځ وروسته د ځوانانو د نړیوالې ورځې په مناسبت په ارګ یوې جوړې شوې غونډې ته په وینا وویل، هغه کسان دې د قدرت په انحصار تورنوي، چې د فساد سره د مبارې له امله یې ګټې له خطر سره مخ شوې دي.

د ملي یووالي د حکومت د دغو مشرانو د لانجمنو څرګندونو وروسته جمهوررئیس محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د زمري د میاشتې په اوویشتم مازیګر په ارګ کې سره وکتل، چې د افغانستان د جمهوري ریاست د سرچینو د وینا له مخې په ترڅ کې یې اجرائیه رئیس جمهوررئیس ته په څلورو کتګوریو کې خپلې ۳۳ غوښتنې وړاندې کړې.

د زمري د میاشتې د یوویشتمې وروسته د راپورته شوي جنجال د هواري لپاره تراوسه دغو مشرانو درې ځلې سره کتلي او په لانجمنو مسلو یې سره خبرې کړي دي.