BBC
 شاته

پاکستان کې 'دولتي هکرانو' افغان دیپلوماتان په نښه کړي

Secure email illustration د انځور حقوق Getty Images

پاکستان کې د افغان سفارت سرچینو بي بي سي ته ویلي، چې ځینو مامورینو ته یې روانه میاشت د ګوګل له خوا خبرداری ورغلی، چې ګني هکران یې د برېښنالیکونو د پټو نومونو غلا کولو هڅه کوي.

تېره اونۍ، د بښنې نړیوال سازمان هغه جزییات په ډاګه کړل چې د پاکستان پر پوځ د نیوکه کوونکو فعالانو پر کمپیوټرونو او ټیلېفونونو د ویروس د نصبولو هڅې شوې وې.

پوځ د استخباراتو د ملامتۍ په تړاو ددغو ادعاوو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

وروسته تر هغه چې ګوګل افغان دیپلوماتانو ته خبرداری ور واستاوه، د یوه افغان دیپلومات برېښنالیک هک شو او پخپل سر به یې مشکوک ضمیمه شوي فایلونه استول، خو دی نه و پرې خبر.

په دا ډول برېښنالیکونو کې د پښتون ژغورنې غورڅنګ په څېر د مشهورو پرلتیانو د غونډو انځورونه هم وو. په حقیقت کې دغه ضمیمه شوي فایلونه کرکجن ښکارېدل، خو د ډاونلوډولو وړ نه وو.

پښتون ژغورنې غورځنګ پر پاکستاني پوځ تور لګوي چې په هېواد کې یې د ترهګرۍ ضد جګړې په پلمه د بشري حقونو اړوند جرمونه کړي.

د دغه غورځنګ ملاتړ او بنسټګر څو سوله ییز پرلتونه کړي، خو لانجمن شوي ځکه دي چې د پاکستان پر استخباراتي ادارې په نامعمول ډول مستقیمې نیوکې کوي.

په ۲۰۱۶ کال کې د انټرنېټي بریدونو د زیاتوالي اندېښنې

د ناټو پر ځینو وېبپاڼو بریدونه شوي

له سایبر بریدونو د بیلونګړي بریدونه ډېر خطرناک دي

انټرنېټي برید پراخه او 'بې ساری' و

Image caption ګوګل افغان دیپلوماتانو ته خبراوی استولی

برېښنالیکونه ولې استول شوي وو؟

د پاکستاني پوځ ملاتړي پر پښتون ژغورنې غورځنګ تور لګوي چې ګني د افغان استخباراتو په ګټه کار کوي - دواړه هېوادونه یو پر بل تور لګوي چې ګني د خپل ګاونډي په ناامنولو کې رول لري.

په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت یوې سرچینې بي بي سي ته ویل، اندېښمن دی چې استول شوي برېښنالیکونه په دې پلمه استول شوي چې د پښتون ژغورنې له غورځنګ سره د افغان سفارت تړاو په ډاګه کړي.

دغه ایمېل پاکستان کې یو شمېر سیاسي څېرو ته هم استول شوی دی، چې په دوی کې د پاکستان د اطلاعاتو پخوانی وزیر او د قانون پخوانی وزیر هم دی.

دا برېښنالیک د پښتون ملي عوامي ګوند پخوانۍ سناتورې بشرا ګوهر ته هم استول شوی.

اغلې ګوهر بي بي سي ته وویل: "د یوه حقیقت په توګه پوهېږم چې زما ټول برېښنالیکونه څارل کېږي.. دا د غندلو وړ خبره ده."

هغې دا هم ویلي چې: "پارلمان باید یوه کمېټه جوړه کړي او روان وضعیت وڅاري."

د انځور حقوق AFP
Image caption پښتون ژغورنې غورځنګ زرګونه ملاتړي خپل کړي

ایا نور انټرنېټي بریدونه هم شته؟

د افغان سفارت پر یوه کارمن او پر یوه پخواني مامور هم د جعلي فېسبوک کارنو له خوا انټرنېټي بریدونه شوي.

د بښنې نړیوال سازمان له خوا تېره اونۍ په یوه رپوټ کې ویل شوي وو، چې د "ثنا حلیمي" په نوم یوه پروفایل لاهور کې ډېر کله د بشري حقونو یوه فعال ته ویروسونه استولي.

له اغلې حلیمي سره د افغان سفارت یوه کارمن - چې د هغې ملګری شوی - خپلو ملګرو ته ویلي: "ثنا په خبرو کې ورګیر کړ او ځان یې د هرات ښار یوه افغانه ورته معرفي کړې ده."

دغه فیسبوک اکونټ ځینې نور د بشري حقونو فعالان ورسره ملګري کړي.

یوه یې بي بي سي ته ویلي، هغې یو "پېغور ډوله" پیغام وراستولی.

د تېرې اونۍ خپاره شوي رپوټ کې ویل شوي وو، د ټیلېفون امنیتي کمپنۍ د "ثنا حلیمي" په نوم اسناد راغونډ کړي چې د فېسبوک پیغام له لارې لږترلږه دوه ځلې یې ویروسونه استولي.

د انځور حقوق Diep Saeeda
Image caption د "ثنا حلیمي" انځورونه لاهور ک د یوې ۲۱ کلنې نجلۍ له اکونټ نه غلا شوي

"ثنا حلیمي" څوک وه؟

بي بي سي ته ویل شوي چې د "ثنا حلیمي" انځورونه په حقیقت کې لاهور کې د سلوا ګردیزۍ په نوم د یوې ۲۱ کلنې اشپزې د خواله له رسنیو غلا شوي چې له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري.

اغلې ګردیزۍ د مخکښې سیاسي شنونکې عایشې صدیقې نژدې خپلوانه ده، چې تر ډېره د پاکستان پر پوځ په نیوکو شهرت لري.

تر اوسه ښکاره نه ده چې ایا د هغې انځورونه د همدغه تړاو له کبله کارول شوي او که څنګه.

اغلې ګردیزۍ ویلي، دا یوازې په دې خبره شوې چې تېره اونۍ د ویروسي بریدونو په اړه د بي بي سي له راپور وروسته یې عکسونه له فیسبوک او انسټاګرام اکونټونو کاپي شوي دي.

هغې بي بي سي ته ویلي، دې "ټکان" خوړلی چې انځورونه یې په دې ډول کارېدلي، حال دا چې دا له سیاست سره "هېڅ تړاو" نه لري.

دا زیاتوي، غواړي د پاکستان له فدرالي څېړنیزې ادارې سره خپل شکایت ثبت کړي، ځکه اندېښمنه ده چې په غلطه د انټرنېټي بریدګرو له خوا تړاو ورکړل شوی:

"غواړم خپل انځور روښانه کړم".