BBC
 شاته

ننګرهار کې له ګلابو د عطرو جوړول

د افغانستان په ننګرهار کې سږکال د ګلابو کر او حاصلات ډېر شوي دي. دغلته په دوه نيم زره جريبه ځمکه د ګلابو بڼونه دي.

د ګلابو په دې کروندو کې، شاوخوا پنځه زره خلکو ته د کار موقع پيدا شوې ده. له دې ګلابو په کور دننه له سوچه عطرو سربیره دګلابو خوله او ګن شمېر نور محصولات جوړېږي چې بیا نړیوالو بازارونو ته هم صادرېږي.