BBC
 شاته

د عکسونو البوم: په افغانستان کې د بخار دېګ صنعت

په افغانستان کې "دیګ بخار" د پخلنځي په "پاچا" مشهور دی. اوسمهال یې د سیمې هېوادونو ته هم لار موندلې. اوس افغانستان ډېره برخه بخار دېګونه پخپله تولیدوي او ۳۰ سلنه تولیدات بیا د سیمو هېوادونو ته صادروي.

Image caption د هېواد په پخلنځیو کې له کاشوغې، تر قاب، پیالې او کاسې ټول له نورو هېوادونو واردېږي، خو د بخار دېګونه یوازیني هغه توکي دي چې پخپله په وطن کې تولیدېږي.
Image caption افغانستان کې تولید شوي بخار دېګونه ښه کیفیت لري.
Image caption د دغه دېګونو د کار لویه برخه ټول په لاسونو ترسره کېږي.
Image caption دغه دېګونه د افغانانو له لوري په شپږو ولایاتونو کې جوړېږي، خو د کاریګرو د خوندیتابه له اړخه دوی لا زیاتې پاملرنې ته اړتیا لري.
Image caption شخصي پانګونه د دې لامل شوې چې په څو ولايتونو کې په دې برخه کې کاري فرصتونه رامنځ ته شي.
Image caption په یوه کارخانه کې د یو میلیون ډالرو په ارزښت پانګونه شوې او د لسو زرو شاوخوا کسان په کې کار کوي.
Image caption له دغو توکو د بخار دېګونه جوړېږي.
Image caption په کابل کې د وسپنې ویلې کولو بټۍ.
Image caption افغان تولیدونکي وایي د دوی د بخار دېګونو کیفیت ښه والی د دې لامل شوی چې د ایراني بخار دېګونو بازار هم سوړ کړي.
Image caption د دغو دېګونو بسته کول هم په لاس کېږي.
Image caption د بخار دېګونو تولیدونکي وایي اوسمهال دوی خپل تولید شوي توکي پاکستان، سعودي عربستان او د منځني ختیځ ځینې نورو هېوادونو ته لېږدوي.