طالبانو د فاریاب پر دوو ولسوالیو بریدونه کړي
له تیرو دوو ورځو راهیسې د فاریاب شیرین تګاب او خواجه سبزپوش ولسوالۍ چې د بلخ- فاریاب پر لویې لارې پرتې دي او فاریاب له اتو شمالي او شمال ختیځو ولایتونو سره نښلوي، د جګړې په تاوده ډګر اوښتي.
د دغو ولسوالیو د اوسني وضعیت په اړه د چارواکو خبرې بېلابیلې دي. د فاریاب د پولیسو ویاند کریم یورش وایي، د خواجه سبز پوش او شیرین تګاب ولسوالۍ په پوره ډول د دوی په واک کې دي او طالبان یې ترې شړلي دي.
ښاغلي یورش بي بي سي ته وویل، د ځانګړو ځواکونو په رسیدو سره یې دا بریا تر لاسه کړې او په وینا یې چې مرکز ورسره د زرو نورو تازه دمه ځواکونو د استولو ژمنه هم کړې ده.
دی زیاتوي چې امنیتي ځواکونو ته د طالبانو بریدونو د سر زیان نه دی اړولی خو ادعا کوي چې طالبانو ته یې زیاته مرګ ژوبله اړولې ده.
د فاریاب د والي ویاند هم د ورته بریا خبره کوي او وایي چې د تازه دمه سرتیرو په رسېدو طالبان په شا شوي، خو فاریاب کې د ځایي پاڅون کوونکو قومندان نظام الدین قیصار وایي، د ولسوالیو وضعیت لا هم نازک دی او په خبره یې چې لا هم د طالبانو له خوا کلابندې دي.
تېره ورځ یو شمېر سیمه ییزو چارواکو خبرداری ورکړی و چې د شیرین تګاب او خواجه سبزپوش ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ دي او د مرستې لپاره یې د ځواکونو غوښتنه کړې وه.
- افغان ځواکونو له طالبانو د بلچراغ ولسوالۍ مرکز بېرته نیولی
- فاریاب کې لسګونه بهرني سرتېري ځای پر ځای کېږي
- د فاریاب غورماچ ولسوالي طالبانو نیولې
شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د فاریاب بلچراغ ولسوالۍ هم د طالبانو لاس ته ورغله چې له یوې ورځې وروسته بیرته افغان ځواکونو ونیوله. فاریاب چې له ترکمنستان سره ګډه پوله لري او د شمالي او لویدیځ افغانستان د نښلولو لاره هم ده، د نورو شمالي ولایتونو پرتله ناامنه دی.
چارواکي وایي، وسله والې ډلې غواړي چې پر دغه ولایت د ولکې ټینګولو له لارې ځانته لوجستیکي او ملاتړ لارې پرانستې وساتي او دلته خپل مرکزونه جوړ کړي.