BBC
 شاته

هند کې د برېښنا ستونزه

د هند د نفوس ډېره برخه له بریښنا پرته ژوند کوي او اټکل کېږي چې دغلته ۳۲ میلیونه کورنۍ بریښنا ته لاسرسي نه لري.

لومړي وزیر نریندرا مودي تېره اونۍ وویل چې اوس د هند ټول کلي بریښنا لري. که څه هم دغلته د بریښنا د شبکو د پراخولو لپاره ډېر څه شوي خو که حکومت غواړي د خپلې ژمنې سره سم د سږ کال تر پایه هر یو کور ته بریښنا ورسوي نو لا ډېر کار ته اړتیا شته.