BBC
 شاته

فرانسوۍ محصله: "حجاب زما عقیده ده"

. د انځور حقوق Getty Images

فرانسوۍ مسلمانه محصله مریم پوجتو په حجاب کې د ټلوېزیون پر پردې تر ښکاره کېدو وروسته پر خواله رسنیو ځورول شوې ده.

دغه محصله چې په فرانسه کې د محصلانو د یوې ټولنې مشره هم ده، تورنه شوې وه چې د سیاسي موخو لپاره یې حجاب اغوستی، خو هغې پرې شوې نېوکې "اندېښمنونکې" بللې دي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر له بازفیډ خبري اژانس سره په مرکه کې د اغلې پوجتو پر حجاب پر سرولو نیوکه کړې ده.

خو مریم پوجتو له بازفیډ خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي: " د حجاب اغوستل زما عقیده ده او کوم سیاسي چال چلند نه دی."

* پاکستانۍ ښځې پر ټولنیزو رسنیو ځورول کېږي

* کوهستان کې ښځې په موبایل ساتلو وژل کېږي!

* په هند کې ولې ښځې تر نارینه وو زیاتې په سرطان اخته کېږي؟

مریم پوجتو دمګړۍ ۱۹ کلنه ده او د پاریس د سوربن پوهنتون د محصلانو د ټولنې مشره ده.

هغې چې حجاب یې پر سر و، په یوه مستند کې پر پرده را ښکاره شوه او د زدکړو په برخه کې یې د فرانسې د ولسمشر پر پیل کړیو اصلاحاتو نیوکې وکړې.

د فرانسې د جنډر برابرۍ وزیرې مارلین شیاپا ویلي، د مریم پوجتو د حجاب اغوښتل په یو ډول د سیاسي اسلام د ترويجولو هڅه ده.

اغلې شیاپا ویلي، د فرانسې د محصلانو ټولنه باید موږ ته په ډاګه ووایي چې غواړي څه ډول ارزښتونه رایج کړي.

په همدې حال کې د فرانسې د کورنیو چارو وزیر جرارد کولومپ هم ویلي، په حجاب کې د اغلې پوجتو راڅرګندېدل لمسوونکې او ټکان ور کوونکې چاره وه.

په ۲۰۰۴ کال کې په د فرانسې په ښوونځیو او یو شمېر عامو ځایونو کې د حجاب پر اغوستلو بندیز ولګېد، خو د دغه هېواد په پوهنتونونو کې د حجاب اغوستل قانونا منع شوي نه دي.

اغلې پوجتو له بازفیډ خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، پر ټلوېزیون د دې تر راڅرګندېدو وروسته د سیاسي چارواکو څرګندونې "ډېرې بدې" وي.

هغې ویلي، د کورنیو چارو له وزیره د ورته څرګندونو اورېدل خواشینوونکي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مریم: د کورنیو چارو له وزیره د ورته څرګندونو اورېدل خواشینوونکي دي.

په فرانسه کې محصلان له تېرې مارچ میاشتې پر هغه پروګرام نیوکې کوي چې له مخې به يې د دغه هېواد دولتي پوهنتونونو ته د محصلانو د جلبونې په چاره کې یو لړ معیارونه په پام کې ونیول شي.

دمګړۍ په فرانسه کې له ښوونځي فارغېدونکې کسان کولی شي، نېغ په نېغ په یوه دولتي ټلوېزیون کې نوملیکنه وکړي.

د فرانسې د محصلانو ټولنې ویلي، اغلې پوجتو د "نژادې، جنسیتي او اسلام ځپونکې کرکې" قرباني ده.

فرانسه کې کابو ۵ میلیونه مسلمانان ژوند کوي او په همدې حساب د لوېديځې اروپا تر ټولو ګڼ مسلمان مېشته هېواد دی.