BBC
 شاته

"ایران به د طالبانو په ملاتړ افغان مارکېټ له لاسه ورکړي؟"

.

ډيپلومات مجلې په افغانستان کې د ایران د رول، له طالبانو د ایران د ملاتړ او له افغانستان سره د ایران د سوداګریزې راکړې ورکړې په تړاو یوه مطلب کې لیکلي؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ زیاته شوې او افغانستان ته د ایران صادرات تر دوه ملیارده ډالرو رسیدلې دي.

د مطلب لیکوال وایي که په دې سره د افغانستان په بهرنۍ سوداګرۍ کې ایران د پاکستان ځای نیولی شي، خو ایران د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکړي، نو د افغانستان مارکېټ به له لاسه ورکړي.

لیکوال وايي، یوازینې لار داده چې ایران په سیمه ییزه کچه په اقتصادي همکارۍ، سولې او امنیت کې همکاري وکړي او د یوه سیمه ییز اقتصادي همکار په توګه رول ولوبوي او که داسې ونه کړي نو د پاکستان په څېر برخلیک سره به مخامخ شي او لا ډېر به ګوښی شي.

اکانومیک ټایمز ورځپاڼه

هندۍ ورځپاڼه اکانومیک ټایمز لیکي افغان دولت له هغو طالبانو سره خبرې کوي چې نهه هندي انجینران یې څو ورځې وړاندې په بغلان کې تښتولي دي.

ورځپاڼه د باخبرو سرچینو په حواله لیکي د دې خبرو له جریانه هندي چارواکي هم خبریږي، خو زیاتوي دواړه لوري ټینګار کوي چې د خبرو څرنګوالی دې پټ پاتې شی.

یوه افغان چارواکي ویلي دوی څو ځله له قومي مخورو سره خبرې کړي او بیا هغوی له طالبانو سره غږیدلي دي چې دا هندي انجینران خوشې کړي.

برتانوۍ ګارډین ورځپاڼه

ګارډین لیکي د برتانیا د پارلمان څو غړي هڅه کوي د میانمار یا برما دولت د روهنګیا مسلمانانو د توکم وژنې له امله د جرمونو نړیوالې محکمې ته معرفي کړي.

د برتانیا د پارلمان د نړیوالې پراختیا کمېټه هم له میانمار سره د کېدونکو مرستو په تړاو ارزونې کوي او پر دغه هېواد د مالي بندیزونو د لګولو ملاتړ کوي.

جاپان ټایمز ورځپاڼه

جاپان ټایمز په دغه هېواد کې کډوالو ته د پناه ورکولو په اړه یوه راپور کې هغه نیوکو ته اشاره کړې چې پر جاپان د کډوالو د نه منلو له امله شوي دي.

ورځپاڼه زیاتوي پر جاپان په دې برخه کې ځکه ډیرې نیوکې کیږي چې د نړۍ د درېیم ستر اقتصادي ځواک په توګه دغه هېواد نه دی توانیدلی د کډوالو په منلو او هغوی ته د ځای په ورکولو کې د نړیوالو اصولو او په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د ۱۹۵۱ کال د نړیوال هوکړه لیک له مخې خپل مسوولیت ادا کړي.

ورځپاڼه زیاتوي دا نیوکې وروسته له هغه زیاتې شوې چې په ډاګه شوه، تېر کال جاپان ته نږدې شل زره کسانو د کډوالې غوښتنې وړاندې کړې وې، خو یوازې شل تنو ته په جاپان کې پناه ورکړل شوه.

ورځپاڼه زیاتوي دې نیوکو ته په ځواب کې ویل شوي چې د هغو کسانو ډیر خلک جعلي کډوال دي چې د کار په بهانه د کډوال په توګه هڅه کوي جاپان کې ځان ته د پښې ځای پیدا کړي.

جاپان په نړۍ کې د کډوالو د منلو لپاره ډیر سخت شرایط لري.