غوږۍ کې نیمګړتیا اپل تر محکمې ورساوه
یوه امریکايي قاضي د ځیرک ټیلېفونونو لوی امریکايي اپل شرکت پرضد ځکه د قانوني اجرااتو امر کړی، چې ګني د 'پاوربیټس' په نوم غوږیو کې یې نیمګړتیاوې دي.
قاضي دا امر وروسته تر هغه وکړ، چې د امریکا بېلابېلو ایالتونو کې اوو مشتریانو شکایت وکړ چې د اپل غوږۍ ژر چارجېږي خو د اپل د اعلان مطابق ډېر وخت چارج نه شي ساتلی.
دوی دا هم ویلي، لکه څرنګه چې اپل ادعا کړې، دا غوږۍ د اوبو او خولو ضد دي، خو په حقیقت کې داسې نه دي.
قاضي وايي، د غوږۍ اړوند شکایتونه پرځای دي چې اپل باید غم وخوري، خو د بېټرۍ د عمر د شکایتونو په اړه باید اپل محکمه کې ځواب ووايي.
اپل ټول شکایتونه نه مني.
اپل د پاوربیټس ۲ په نوم د ځیرک ټیلېفون غوږۍ مشهورې شوې، خو اپل ویلي وو دغه غوږۍ "تر چارجېدو وروسته تر شپږو ساعتونو کار کوي"، خو پاوربیټس ۳ یې بیا د ۱۲ ساعتونو لپاره کار کوي.
اوو واړو شکایت کوونکو مشتریانو ویلي، دوی بېلابېل پاوربیټس لري، خو په عمل کې دومره چارج نه ساتي.
اپل شرکت منلې د موبایلونو فعالیت سوکه کوي
اپل د کورني سیستم ماتولو "هومکېټ" کې نیمګړتیا بشپړه کړه
اپل شرکت د پخوانیو موبایلونو د چارو سوکه کولو له امله بښنه غواړي
بي بي سي له اپل شرکت سره د یادې مسلې په تړاو د توضیحاتو ورکولو په موخه د اړیکې نیولو هڅه وکړه.
یوه مشتري پنځه ځلې پاوربیټس ۲ غوږۍ بدله کړه، خو په هره یوه کې د چارج ستونزه وه.
وروسته د کریسټورفر بیززیل په نوم یوه مشتري غبرګې پاوربیسټس ۳ غوږې واخیستې، خو هغوی کې هم د چارج ستونزه وه.
دی وايي، د اپل یوه استازي ورته وویل، ښايي دا ستونزه "د پاوربیټس غوږیو د خولې کېدو له کبله وي".