BBC
 شاته

ترکیه کې ۱۰۴ پوځي افسران په عمري بند محکوم شول

د انځور حقوق AFP
Image caption په ترکیه کې د ۲۰۱۶ کال د جولای په ۱۵مه ناکامه کودتا وشوه چې ۲۶۰ کسان پکې مړه او ۲۲۰۰ کسان ټپیان شول.

د ترکیې د دولتي رسنیو په حواله د ۲۰۱۶ کال په ناکامې کودتا کې د لاس درلودلو په تور ۱۰۴ پوځي افسران په عمري بند محکوم شول.

د ترکیې د قانون له مخې دوی ته د (ژوند بدې سزاوې) ورکړل شوې چې کړاوونه یې له عمري بند نه هم سخت وي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له دې مخکې ویلي چې د کودتاچیانو لپاره یو ځل بیا غواړي د اعدام سزا بیا راوباسي.

په ترکیه کې د ۲۰۱۶ کال د جولای په ۱۵مه ناکامه کودتا وشوه چې ۲۶۰ کسان پکې مړه او ۲۲۰۰ کسان ټپیان شول.

له کودتا وروسته ترکي حکومت د هغو کسانو خلاف چې شک پرې کېده په کودتا کې یې برخه درلوده څېړنې پیل کړې، له ۱۵۰۰۰۰ زیات دولتي کارکوونکي له دندو ګوښه شول او له ۵۰ زرو زیات ونیول شول.

د ترکیې د دولتي خبري آژانس انادولو ویلي د ترکیې لویدیځ ازمیر ښار یوې محکمې د (ولسمشر د وژلو) په تور ۲۱ کسانو ته شل کاله بند او ۳۱ نورو ته بیا (د ترهګرۍ) ضد ۱۱ کاله سزا ورکول شوې.

د ترکیې حکومت بیا د دغې ناکامې کودتا تور پر جلا وطنه فتح الله ګولن باندې لګوي. خو هغه تل دا تورونه رد کړي.

ګولن په ۱۹۹۹ کې امریکا ته لاړ او له دې مودې راهیسې هلته اوسېږي.