BBC
 شاته

نیپا ویروس په هند کې لس کسان وژلي

هند کې ناروغي د انځور حقوق SK MOHAN
Image caption چارواکو د بیړنيو مرستو او پاملرنو امر کړی.

د جنوبي هند په کېرالا ایالت کې د نیپا ویروس له امله لس کسان وژل شوي دي.

د ډاکټرانو په وینا دوه نور کسان چې دغه ویروس په کې موندل شوی جدي ناروغان دي. له دې مړینو وروسته کابو ۴۰ کسان په قرنطین حالت کې ساتل شوي.

د دغې ناروغۍ درملنه ستونزمنه ده، نښې یې تبه، د سر خوږ او کانګې دي.

له نیپا ناروغۍ د مړینې شونتیا ۷۰ سلنه ده، او تر اوسه واکسین نه دی ورته جوړ شوی او له څارویو انسانانو ته ورځي.

د نیپا ویروس د روغتیا د نړیوالې ادارې د هغو لسو ناروغيو په لست کې راځي چې کېدی شي په یوه ستر ناروین بدل شي.

روغتیا هند د انځور حقوق AFP
Image caption روغتیایي کارکوونکي د یوه کور کوهي تړلي چې مړه اسمان څپرکي پکې موندل شوي وو.

چارواکو د کاليکټ په نامه سیمې کې بیړنی حالت اعلان کړی چې د دغه ناروغۍ د خپرېدو مخنیوی وشي.

په مړو کې د یوې کورنۍ درې کسان شامل دي. یوه روغتیاپاله چې د دغو ناروغانو پالنه یې کوله هم مړه شوې، چې په خواله رسنیو د چارواکو لخوا د یوې اتلې په څېر ستایل شوې.

ویل کېږي چې د مېوو اسمان څپرکي د دغې ناروغۍ رامنځ ته کوونکي دي.

روغتیايي چارواکو په سیمه کې د یوې کورنۍ په کوهي کې مړه اسمان څپرکي موندلي، دوی دغه کوهي اوس تړلي دي.

په سیمه کې روغتیاپالان کور په کور ګرځي او خلکو ته مشورې ورکوي چې کوم روغتیايي ټکي په پام کې ونیسي.

د دغې ناروغۍ لومړی راپور په ۲۰۰۱ کې ورکړل شو. دوهم ځل بیا شپږ کاله وروسته راڅرګند شو، په دغو دوو پېښو کې ټول ۵۰ کسان وژل شوي دي.


نیپا څه ډول ناروغي ده؟

د انځور حقوق AFP
  • نیپا ویروس (NiV) یوه نوې ناروغي ده چې انسانانو ته له حیواناتو ورځي. د دې ناروغۍ طبیعي کوربه د مېوو اسمان څپرکی دی.
  • دغه ناروغي لومړی ځل په ۱۹۹۹ کې په مالیزیا او سنګاپور کې په هغو خلکو کې وموندل شوه چې له سوکوزیو سره نږدې اوسېدل. په دوی کې د ساه لنډۍ ستونزې وې.
  • هغه مهال د ۳۰۰ شاوخوا کسان په دې ناروغۍ اخته شوي وو او ۱۰۰ کسان په کې وژل شوي وو. هماغه وو چې په مالیزیا کې د ۱ میلیون شاوخوا سرکوزي له منځه یوړل شول.
  • د نیپا ناروغي مخنیوی ناروغو سرکوزیو او اسمان څپرکو ته نه ورنږدې کېدو څخه کېدی شي، یا هغو ځایونو څخه ځان وساتل شي چې د دغو حیوانانو د شتون وېره وي.
  • د دغو ناروغیو نښې تبه، سرخوږ، ګنګسیت، کانګې، ساه بندي او نور دي. له دغو نښو ۲۴-۴۸ ساعته وروسته ناروغ کوما حالت ته ځي.
  • د دغې ناروغۍ د حیواناتو او انسانانو لپاره تر اوسه واکسین نشته.

سرچینه: د روغتیا نړیوال سازمان: د ناروغیو د کابوکولو او مخنیوی مرکز.